pashto bible injil new testament hebrews

21
نوم خطُ نيانو په د عبراَ اب نيانو ب عبرا۱ په وسيله خبرے کړے دى د خپل زوئےَ خدائےُ ١ د نبيانو په معرفتَ مختلفو طريقو سرهُ ډير ځله په کونو سرهُ رانو ني د پلاَ مونږُ خدائے زُ زمانه کښے تيره په وکړلے. خبرے٢ غه هعرفت کلام وکړو چهل زوى په م د خپَ مونږ سرهُ زمانه کښے ئے دے آاخره خو پهت پيدا کړل. ئے هم ټول کائناغۀ په وسيله د هَ اؤَ لوث وګرزو وارنو زوُ د ټولو څيَ ئے٣ دَ خدائےُ دَ غه ه چهونه هُ ګناُ سمبالوى. هغۀ قدرت په کلامُ د خپلَ زونهُ اؤ ټول څيَ د ذات عکس دےَ د هغۀَ اؤَ ال مظهر جل کښيناستو.ئے په ښى لاس خداُ مطلقُ رِ د قادَ سمان کښے اؤ په آاَ کړل پاک غوره دے د فرښتو نهَ زوئے٤ نومُ نه لوئے د هغوئَ غۀ په ميراث کښے ه چهه شو څومرهه غور نه دومرئے له فرښتو داسے ئے زو نو وو.ُ موندلےُ ٥ وئيلى چه :ے ته دا نۀ دى کومے فرښتُ خدائےُ هميڅ کله ه«.ظهار کړےن اے يئے،ما نتۀ زما زوئ» دا چه:ؤ بيا اَ «.غه به زما زوئے وى اؤ هَ د هغۀ پلار يمَ زۀ بهَ » ٦ وائى چه :لى نو ته راو ى،دنياٰ نے عيسدا شوے،يع اول پي خدائے خپلُ ؤ بيا چه اَ «. سجده وکړىغۀ ته د هِ خدائے ټولے فرښتےُ دَ » ٧ ب کښے وائى چه: د فرښتو په باَ اؤَ ړه وى.نه جو دوُ د خپلو فرښتو نه باَ غهه» «ړوى شغلے جوُ ُ د اورَ ؤ خپلو خادمانو نه ا٨ په حقله وائى چه: د خپل زوىَ خو تر تله وى به تلختا ت خدايه! ستُ ائےَ» مسا ده. صداقت ا دَ مساهئ ا د بادشاَ ؤ ستا اَ ٩ ئ نه نفرت وکړو، بدکار دَ اؤَ مينه صداقت سره دَ تا

Upload: asiabibles

Post on 08-Jul-2015

97 views

Category:

Documents


2 download

TRANSCRIPT

Page 1: Pashto bible injil new testament hebrews

وم خط ن ه پ و ن ا ي ن ا ر عب د

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۱عرے کړے دى ه خب ل وسي ه پ ے وئ ز ل د خپ ے ئ دا خ

په تيره زمانه کښے خدائے زمونږ د پلارانو نيکونو سره ډير ځله په مختلفو طريقو سره د نبيانو په معرفت١آاخره زمانه کښے ئے مونږ سره د خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه٢خبرے وکړلے. خو په دے

چه هغه د خدائے د٣ئے د ټولو څيزونو وارث وګرزولو اؤ د هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. جلال مظهر اؤ د هغۀ د ذات عکس دے اؤ ټول څيزونه د خپل قدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګناهونه

آاسمان کښے د قادر مطلق خدائے په ښى لاس کښيناستو. پاک کړل اؤ په

ره دے غو ه ن و ښت ر ف د ے وئ زنوم٤ نو داسے ئے زوئے له فرښتو نه دومره غوره شو څومره چه هغۀ په ميراث کښے د هغوئ نه لوئے

هيڅ کله هم خدائے کومے فرښتے ته دا نۀ دى وئيلى چه :٥موندلے وو.

«تۀ زما زوئے يئے،ما نن اظهار کړے.»

اؤ بيا دا چه:

«زۀ به د هغۀ پلار يم اؤ هغه به زما زوئے وى.»

ى،دنيا ته راولى نو وائى چه :٦ اؤ بيا چه خدائے خپل اول پيدا شوے،يعنے عيس

«د خدائے ټولے فرښتے د هغۀ ته سجده وکړى.»

اؤ د فرښتو په باب کښے وائى چه:٧

«هغه د خپلو فرښتو نه بادونه جوړه وى.

اؤ خپلو خادمانو نه د اور شغلے جوړوى»

خو د خپل زوى په حقله وائى چه:٨

ائے خدايه! ستا تخت به تل تر تله وى »

اؤ ستا د بادشاهئ امسا د صداقت امسا ده.

تا د صداقت سره مينه اؤ د بدکارئ نه نفرت وکړو،٩

Page 2: Pashto bible injil new testament hebrews

په دے وجه خدائے،يعنے ستاسو خدائے،

تۀ په تيلو مسح کړلے

اؤ د خپلو ملګرو په نسبت ئے زيات خوشحاله کړلے.»

اؤ بيا دا چه:١٠

لکه! تا د مزکے بنياد له ازل نه کيښودو ائے ما »

آاسمان ستا د لاس کاريګرى ده. اؤ

هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتے يئے،١١

اؤ هغه به ټول د جامو په شان زاړۀ شى.

تۀ به هغه د چوغے په شان راونغاړے١٢

اؤ د جامو په شان به بدل کړے شى.

لونه به ختم نۀ شى.» خو تۀ هم هغه ئے اؤ ستا کا

خو خدائے په فرښتو کښے د چا په باب کښے کله وئيلى وو چه:١٣

«تۀ زما ښى لاس ته کښينه تر څو چه زۀ ستا دښمنان

د پښو د لاندے دنکاچه نۀ کړم.»

فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګزار روحونه دى کوم چه د هغه خلقو د خدمت د پاره راليږلى١٤شوى دى څوک چه د خلاصون وارثان دى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۲عصون ا وئے خل ل

آاؤريدلى دى په هغوئ نور هم په زړۀ فکر کول په کار دى،د دے١ د دے د پاره کومے خبرے چه مونږ ځکه چه کوم کلام چه د فرښتو په معرفت وئيلے٢د پاره چه د هغے نه په ښوئيدو لرے لاړ نۀ شو.

اؤ د هرے خطا اؤ نافرمانئ ټيک ټيک سزا ورکړے شوه، نو بيا د٣شوے وو کله چه هغه قائم پاتے شو دومره لوئے خلاصون نه په غافل پاتے کيدو مونږ څنګه بچ کيدے شو؟ کوم خلاصون چه وړومبے د

آاؤريدونکو مونږ ته ثابت کړو. لک په وينا وشو اؤ اؤ ورسره خدائے هم په نخښو اؤ په عجيبه کارونو اؤ٤ما

Page 3: Pashto bible injil new testament hebrews

قسم معجزو ګواهى ورکوله اؤ د خپلے مرضئ په مطابق ئے د روح القدس د نعمتونو په تقسيم کولو قسما ورسره شاهدى وکړه.

نى ا ب صون ا د خللونکے جهان د کوم چه مونږ ذکر کوو،د فرښتو تابع نۀ کړو. ٥ بلکه يو ځائے ئے داسے٦ خدائے هغه رات

وئيلے دى چه:

انسان څۀ څيز دے چه تۀ د هغۀ خيال کوے؟ »

د هغۀ اؤلاد څۀ څيز دے چه تۀ په هغۀ نظر ساتے؟

تا هم هغه د لږ وخت د پاره د فرښتو نه څۀ لږ کم کړو،٧

تا په هغۀ د جلال اؤ عزت تاج کيښودو

اؤ تا ټول څيزونه د هغۀ تابع اؤ د پښو لاندے کړى دى.»٨

نو بيا چه په کوم شان هغه ټول څيزونه د هغۀ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسے پرے نۀ ښودو چه هغه ئےى ګورو کوم چه له٩د هغۀ تابع کړے نۀ وى،خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو. البته عيس

فرښتو څۀ لږ کم کړے شو،چه د مرګ تکليف د زغملو په سبب ورته د جلال اؤ عزت تاج په سر کړے ځکه چه ټول څيزونه د خدائے د١٠شو چه د خدائے په فضل سره مسيح د هر يو سړى د پاره مړ شى.

پاره دى اؤ چه د خدائے په وسيله ټول څيزونه دى نو هغۀ له هم دا مناسب وو چه هر کله چه ډير زامن پهى،د تکليفونو په وسيله کامل کړى. جلال کښے داخل کړى نو د هغوئ د خلاصون بانى،يعنے عيس

ى هغوئ ته په ورور وئيلو نۀ١١ ځکه چه پاکوونکے اؤ پاکيدونکے ټول د يو اصل نه دى،ځکه خو عيس د دے د پاره هغه فرمائى چه:١٢شرميږى.

نوم خپلو وروڼو ته بيان کړم، «زۀ به ستا

په جماعت کښے به ستا حمد ثنا ووايم.»

اؤ بيا دا چه :١٣

«زۀ به په هغۀ باور ساتم.»

اؤ بيا دا چه:

«ګوره! زۀ د هغه بچو سره چه خدائے ما ته راکړل

Page 4: Pashto bible injil new testament hebrews

موجود يم.»

انسان شو د دے د پاره چه د مرګ په وسيله١٤ ى هم انسانان دى،دغه شان عيس بيا لکه چه د هغۀ بچى ابليس،تباه کړى، اؤ څوک چه ټول عمر د مرګ د١٥هغه څوک چه په مرګ ئے قدرت حاصل وو،يعنے

ځکه چه په حقيقت کښے هغه د فرښتو نه١٦ويرے په غلامئ کښے ګرفتار وو،هغوئ خلاص کړى. ى ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان١٧،بلکه د ابراهيم د نسل مدد کوى. هم دغه وجه ده چه عيس

جوړيدل په کار وو چه هغه د خدائے په خدمت کولو کښے داسے لوئے کاهن شى چه زړۀ سواندے اؤآازمائيلے شو نو هغه د هغوئ١٨وفادار وى،اؤ د خلقو د ګناهونو کفاره ورکړى. ځکه چه هغه په خپله و

آازمائيلے کيږى. مدد کولے شى څوک چه

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۳عوئے دے ل ه ن ى وس م ه ل ى عيس

ى غور١ آاسمانى بلنه کښے شريک يئ،په هغه رسول اؤ مشر کاهن عيس نو ائے پاکو وروڼو! تاسو چه په اقرار کوو. خدائے هغه مقرر کړو اؤ هغه د خدائے وفادار پاتے شو لکه څنګه چه٢وکړئ د چا چه مونږ

ى د خدائے په ټول کور کښے وفادار وو. ى نه دومره زيات د عزت خاوند٣موس ځکه چه هغه د موس ځکه چه د هر يو کور څوک نه٤وګڼلے شو څومره چه د کور جوړوونکے له کور نه زيات عزتمن وى.

ى خو د خدائے په ټول٥څوک جوړوونکے وى،خو چا چه ټول څيزونه جوړ کړل هغه خدائے دے. موس٦کور کښے د خادم په شان ديانتدار وو د پاره د دے چه راتلونکو خبرو په باب کښے ګواهى ورکړى.

خو مسيح د زوى په حيثيت د خدائے د کور مختار دے،اؤ د خدائے کور مونږ يو خو په دے شرط چه دآاخره ټينګ قائم وساتو. اميد فخر تر اؤ خپلے زړۀ ورتيا

م ا ر آا ه ر ا پ د و ق د خل ے ئ دا خ د نو بيا لکه څنګه چه روح القدس فرمائى:٧

آاواز واؤرئ، «که تاسو نن د هغۀ

نو خپل زړونه مه سختوئ٨

څنکه چه د غصے راوستو په وخت مو

آازميښت په ورځ په بيابان کښے کړى وو، د

چرته چه ستاسو پلارونو نيکونو٩

آازميښت وکړو زما جاج اؤ

Page 5: Pashto bible injil new testament hebrews

اؤ څلويښت کاله پورے ئے زما کارونه وليدل.

ځکه زۀ د هغے پيړئ نه خفه شوم١٠

اؤ ما ووئيل چه د دوئ زړونه هميشه ګمراه کيږى

اؤ هغوئ زما لارے ونۀ پيژندلے

ځکه ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو١١

آارام کښے داخليدے نۀ شى.» چه دوئ به زما په

نو وروڼو! خبردار شئ،په تاسو کښے د د چا داسے بد اؤ بے ايمانه زړۀ نۀ وى چه د ژوندى خدائے نه١٢ بلکه تر کومه پورے چه د نن ورځ وئيلے کيږى،هره ورځ په خپلو کښے نصيحت کوئ چه١٣وګرزى.

ځکه چه مونږ په مسيح١٤په تاسو کښے څوک د ګناه په تيندک خوړلو کښے سخت زړے نۀ شى. آاخره ټينګ قائم پاتے شو. لکه چه صحيفے١٥کښے شريک شوى يو خو هله چه په خپل اولنى باور تر

وائى چه:

آاواز وارئ، «که تاسو نن د هغۀ

نو خپل زړونه هغسے مه سختوئ

لکه چه مو د غصے راوستو په وخت کړى وو.»

ى په وسيله د مصر١٦ آايا هغه ټول نۀ وو څوک چه د موس آاؤريدو غصه ور وسته؟ نو کومو خلقو د غږ په آايا د هغوئ نه نه،چا چه ګناه٧نه وتلى وو څۀ؟ اؤ هغه د کومو خلقو نه تر څلويښتو کالو پورے خفه وو؟

اؤ د چا په باب کښے هغۀ قسم وخوړلو چه «هغوئ به١٨وکړه اؤ د هغوئ مړى په بيابان کښے پراتۀ وو؟ آارام کښے داخليدے نۀ شى»؟هغه چا چه نافرمانى وکړه. غرض دا چه مونږ وينو چه هغوئ١٩زما په

ځکه داخليدے نۀ شول چه ايمان ئے راوړے نۀ وو.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۴عآارام کښے د داخليدو لوظ باقى دے نو مونږ ته ويريدل په کار دى،هسے نه چه١ نو بيا چه د خدائے په

لوم شى. لکه چه مونږ ته زيرے واؤرولے شو هم هغوئ ته د٢په تاسو کښے څوک پاتے شوے معآاؤريدونکو په ايمان سره آاؤريدلى کلام هغوئ ته ځکه فائده ورنۀ کړه چه خوشحالئ خبر واؤرولے شو،خو

آارام کښے داخليږو لکه څنګه چه٣په خپلو زړونو کښے قبول نۀ کړو. اؤ مونږ چه ايمان راؤړو په هغه خدائے ووئيل چه:

Page 6: Pashto bible injil new testament hebrews

آارام کښے داخل نۀ شى.» اګر که د٤«ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو چه هغوئ به زما په اوومے خدائے کار د هغه وخت ختم شوے وو د کله نه چه هغۀ دنيا پيدا کړے وه. لکه چه هغۀ د

اوومه ورځ ورځے په باب کښے په يوه موقع داسے ووئيل چه:«خدائے خپل ټول کارونه پوره کړل اؤ په آارام وکړو.» آارام کښے داخليدے٥ئے اؤ يو ځل بيا په دے ځائے کښے ليک دى چه: «هغوئ به زما په

آارام کښے داخل نۀ شول ځکه چه٦نۀ شى.» چا چه په شروع کښے دا زيرے واؤريدو نو هغوئ په هغه نو بيا خدائے يوه٧هغوئ نافرمانى وکړله،خو بعضے خلق داسے دى چه په دے کښے به داخليدے شى.

خاص ورځ مقرره کړه اؤ له دومره مودے نه پس ئے د داؤد په کتاب کښے ورته ”د نن ورځ“ ووئيل،لکهچه وړومبے وئيلے شوى دى چه:

آاواز واؤرئ نو خپل زړونو سختوئ مه.» «که تاسو نن د هغۀ

آارام کښے داخل کړى وے نو خدائے به د هغے نه پس د بلے ورځے ذکر نۀ٨ اؤ که يشوع هغوئ په آارام لکه د سبت ورځ باقى ده. ٩کاوو. ځکه څوک چه د خدائے په١٠ نو بيا د خدائے د خلقو د پاره

آارام وکړى. نو راځئ چه مونږ په١١آارام کښے داخل شى،هغه هم د خدائے په شان د خپلو کارونو نه آارام کښے د داخليدو داسے کوشش وکړو چه د هغوئ په شان په نافرمانئ کولو هيڅوک پرے نۀ هغه

وزى.

ځکه چه د خدائے کلام ژوندے اؤ اثرناک اؤ د هرے يوے دوه مخے تورے نه زيات تيرۀ دے،چه د١٢ارادو تحقيق لونو اؤ انسان د ځان اؤ روح نه تيريږى اؤ اندام اندام اؤ مغز مغز جدا کوى اؤ د زړۀ په خيا

اؤ د خدائے نه د خلقو هيڅ څيز پټ نۀ دے بلکه د چا سره چه زمونږ حساب دے،د هغۀ په١٣کوى. نظر کښے ټول څيزونه څرګند اؤ بے پړدے دى.

وئے مشر کاهن دے ل ى عيسى د خدائے زوئے چه د خدائے حضور ته لاړو،نو١٤ نو بيا چه مونږ داسے لوئے مشر کاهن لرو،يعنے عيس

اقرار ټينګ پاتے شو. ځکه چه زمونږ داسے مشر کاهن نۀ دے چه١٥راځئ چه مونږ د خپل ايمان په آازمئيلے شو زمونږ په کمزورتياؤ کښے همدرد کيدے نۀ شى بلکه هغه په ټولو خبرو کښے زمونږ په شان و

نو راځئ چه مونږ د خدائے د فضل د تخت په وړاندے په زړۀ ورتيا يون١٦خو بيا هم بے ګناه پاتے شو. کوو چه په مونږ رحم وشى اؤ هغه فضل حاصل کړو کوم چه حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۵ع هر مشر کاهن د خلقو چوڼ کړے شى اؤ د خلقو د پاره د هغه خبرو د پاره مقررولے شى کومے چه د١

اؤ هغه د ناپوهه اؤ ګمراهانو٢خدائے سره تعلق لرى چه د ګناهونو د پاره نذرانے اؤ قربانى پيش کړى. په٣سره په نرمئ سره د پيش کيدو جوګه وى ځکه چه هغه په خپله هم په کمزورتياؤ کښے ګير دے.

دے وجه لکه څنګه چه هغه د خلقو د پاره د ګناهونو قربانى ورکوى هم هغه شان د د خپل ځان د پاره

Page 7: Pashto bible injil new testament hebrews

اؤ هيڅوک په خپله دا عزت نۀ شى موندلے تر څو چه د هارون په شان د خدائے له طرفه ونۀ٤ورکړى. بللے شى.

دغه شان مسيح هم د مشر کاهن عزت پخپله ونۀ موندلو بلکه هغه چا ورکړو چا چه ورته وئيلى وو٥چه:

اظهار کړے.» «تۀ زما زوئے ئے،ما نن

لکه چه هغه په بل ځائے کښے وائى چه:٦

«ته د ملک صدق په شان تل تر تله کاهن يئے.»

ى په مزکه ژوند تيرولو نو هغۀ په زوره زوره چغے کړے اؤ اوښکے ئے بهيدلے٧ څۀ وخت چه عيس ،خدائے ته ئے دعا ګانے اؤ زارئ وکړے چا چه هغه له مرګ نه بچ کولے شو،اؤ خدائے ترسئ اؤ د ځان

اؤ سره د زوئے والى هغۀ تکليفونه د زغملو سره فرمانبردارى٨وقف کولو په وجه خدائے د هغۀ واؤريدو. ١٠ اؤ چه کامل کړے شو نو د خپلو ټولو فرمانبردارانو د پاره د تل خلاصون باعث وګرزيدو. ٩زده کړله.

اؤ هغۀ ته د خدائے له طرفه د ملک صدق په شان د مشر کاهن لقب ورکړے شو.

ه کښے نصيحت ر ا ب ه پ دو د کي ت ر د م د دے په باب کښے مونږ ته ډيرے خبرے کول دى چه په هغوئ پوهيدل ګران دى ځکه چه تاسو په١١

آاؤريدو عادت شوى نۀ يئ. استاذ کيدل په کار وو خو اوس د١٢اوچت د وخت په مطابق خو تاسو له اصول تاسو ته بيا وښيى،اؤ د سخت ابتدائى دے خبرے حاجت دے چه څوک د خدائے د کلام

څوک چه پئ وڅښى،هغه ماشوم دے اؤ١٣خوراک په ځائے تاسو ته د پيو څښلو حاجت پيښ شو. اؤ سخت خوراک د پاخۀ عمر خلقو د پاره وى چه په تجربے سره د١٤ماشوم په ښۀ اؤ په بد نۀ پوهيږى.

دے جوګه شوى دى چه په ښۀ اؤ په بد پوهه شى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۶عاؤ د بے١ ابتدائى خبرے پريږدو اؤ د کمال په لور قدم وړاندے کړو. نو راځئ چه د مسيح د تعليم

اؤ د بپتسمو اؤ لاس کيښودلو اؤ له مړو نه د٢فائدے کارونو نه په توبه کولو،اؤ په خدائے د ايمان راوړلو اؤ که خدائے غواړى نو مونږ به هم٣بيا ژوندى کيدلو اؤ د تل عدالت د تعليم بنياد سر دوباره نۀ ږدو.

دغه کوو.

آاسمانى بخښنے خوند وڅښلو اؤ په روح٤ ځکه چه د کومو خلقو زړونه يو ځل روښانه شول اؤ هغوئ د لونکى جهان د قوتونو مزه ئے واخسته،٥القدس کښے شريک شول ٦ اؤ د خدائے د غوره کلام اؤ د رات

که چرے هغوئ مرتد شى نو هغوئ د توبے د پاره بيا نوے کول ناممکنه ده،ځکه چه هغوئ د خدائے د

Page 8: Pashto bible injil new testament hebrews

زوئے له خپله طرفه په دويم ځل په سولئ کوى اؤ ښکاره ئے شرموى.

ځکه چه کومه مزکه د هغه باران اوبۀ وڅښى کوم چه په هغے بيا بيا کيږى اؤ د دهقان د پاره فائده من٧٨فصل پيدا کوى د چا له طرفه چه د هغے کرونده هم کيږى،هغه مزکه د خدائے له طرفه برکت مومى.

اؤ که هغه مزکه ازغى اؤ جاړے زرغونوى نو بے فائدے ده اؤ لعنت ته نزدے ده اؤ انجام ئے سوزولدى.

اؤ د خلاصون٩ زما ملګرو! اګر که مونږ دا خبرے کوو بيا هم ستاسو په باب کښے د دے نه غوره انصافه نۀ دے چه هغه ستاسو کار اؤ هغه مينه هيره١٠ورکوونکو خبرو يقين لرو. ځکه چه خدائے بے

نوم د خاطره مو داسے ظاهره کړه چه د پاکانو خدمت مو وکړو اؤ کوئ ئے هم. اؤ١١کړى چه د هغۀ آاخره هم دغه شان اميد سره تر آارزومند يو چه په تاسو کښے د هر څوک په پوره مونږ د دے خبرے

د دے د پاره چه سست نۀ شئ بلکه د هغوئ په شان شئ څوک چه د ايمان اؤ١٢کوشش ظاهروى، زغم په وجه د لوظ وارثان کيږى.

لوظ وخ پ ے ئ دا خ د ابراهيم سره د لوظ کولو په وخت د قسم خوړلو د پاره هيڅوک د ځان نه لوئے بيا١٣ لکه چه خدائے د

وئے فرمائيل چه «زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه١٤نۀ موندلو،نو په خپل ځان ئے قسم وخوړلو. ابراهيم د لوظ څيزونه حاصل کړل. ١٥دربخښم اؤ ستا اؤلاد به ډير زياتوم.» ١٦ اؤ دغه شان په صبر کولو

آاخرى ثبوت د قسم سره وى. ١٧خلق خو د ځان نه د لوئے قسم خورى اؤ د هغوئ د هر يو بحث

ارادے بدليدے نۀ خدائے چا سره چه لوظ کړے وو،هغۀ هغوئ ته دا باور ورکول غوښتل چه د هغۀ چنانچه د خدائے لوظ اؤ د خدائے قسم دوه داسے١٨شى،ځکه هغۀ د لوظ نه علاوه قسم هم وخوړلو.

څيزونه دى چه بدليدے نۀ شى ځکه چه د هغوئ په باب کښے خدائے دروغ نۀ شى وئيلے. اوس چهاميد نيولے شو چه زمونږ په مخکښے کيښودے مونږ په هغۀ کښے پناه واخسته،ډيره په زړۀ ورتيا سره هغه

آاسمان د١٩شوے دے. اميد زمونږ د ځان د پاره د يو داسے لنګر کار کوى چه پوخ اؤ قائم دے اؤ د دا ى د تل د پاره د ملک صدق د طريقے په٢٠پردے د ننه پاکترين مقام ته هم رسيدلے دے. چرته چه عيس

مطابق د مشر کاهن جوړيدو سره زمونږ نه مخکښے اؤ زمونږ د خاطره لاړو.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۷عقه ي نت طر د کها ک صدق ل د م

ابراهيم بادشاهانو له شکست ورکړو١ اؤ ملک صدق د شاليم بادشاه،د عظيم خدائے کاهن وو. کله چه ابراهيم د٢اؤ واپس راتلو نو ملک صدق د هغۀ هر کلے وکړو اؤ د هغۀ د پاره ئے برکت وغوښتو. هغۀ ته

ى په مطابق ”د صداقت بادشاه “دے اؤ بيا د نوم د معن ټولو څيزونو عشر ورکړو. دئے اول خو د خپل په پاک کلام کښے نۀ خو د ملک صدق د پلار څۀ ذکر شته،نۀ د مور٣شاليم،يعنے ”د صلح بادشاه.“

اؤ نۀ د پلار نيکۀ اؤ نۀ د هغۀ د پيدايښت اؤ نۀ د مرګ بيان موندلے کيږى،دغه شان هغه د خدائے د

Page 9: Pashto bible injil new testament hebrews

زوئے په شان تل تر تله کاهن دے.

ابراهيم د غنيمت د ښۀ نه ښۀ مال عشر٤ نو بيا غور وکړئ چه دا څۀ رنګ مشر وو چا ته چه د قوم نيکۀ اوس د لاوى په اؤلاد کښے چه څوک د کاهنتوب عهده مومى،هغوئ ته حکم دے چه د٥ورکړو.

آاخلى. ابراهيم له نسل نه وى،د شريعت په مطابق د عشر خو٦امت،يعنے د خپلو وروڼو نه اګر که هغه د اګر که د ملک صدق نسب د هغوئ نه جدا دے،هغۀ د ابراهيم عشر واخستو چه ورسره لوظونه کړى

نشته چه ورکوټے له لوئے نه٧شوى وو،نو د هغۀ د پاره برکت وغوښتو. اؤ په دے کښے دويمه خبره آاخلى د چا٨برکت مومى. آاخلى،خو هلته ئے ملک صدق اؤ دلته خو کاهن چه مړ کيدونکے دے عشر

نو بيا مونږ وئيلے شو چه لاوى چه عشر٩چه په حق کښے چه ګواهى ورکولے کيږى چه ژوندے دے. ابراهيم هر کلے وکړو نو١٠آاخلى د ابراهيم په وسيله عشر ورکړو. ځکه چه څۀ وخت چه ملک صدق د

ابراهيم په وجود کښے وو. لاوى تر هغه وخته پورے پيدا شوے نۀ وو،نو داسے وئيلے شو چه د نيکۀ

نو بيا د لاوى کاهنانو په طريقه قوم ته شريعت ورکړے شوے وو اؤ که د هغۀ د طريقے په مطابق د١١ قوم خلق کامل کيدے شول نو د دے حاجت نۀ وو چه بل قسم کاهن مقرر کړے شى،يعنے داسے

اؤ چه کاهنتوب بدل شو نو د١٢کاهن چه د ملک صدق په طريقه وى اؤ د هارون په طريقه نۀ وى. ځکه چه د چا په باب کښے چه دا خبرے کولے شى،هغه د بلے١٣شريعت بدليدل هم ضرورى دى.

يعنے ظاهره ده چه زمونږ١٤قبيلے دے په کومه کښے چه هيچا هم د قربانګاه خدمت نۀ دے کړے. ى د کاهنتوب هيڅ ذکر نۀ دے لک له يهوداه د قبيلے نه پيدا شو اؤ د دے قبيلے په باب کښے موس ما

کړے.

نو زمونږ دعوى نوره هم صفا ښکاره شوه چه د ملک صدق په شان يو بل داسے کاهن پيدا کيدونکے١٥ څوک چه د جسمانى حکمونو د شريعت په مطابق نه،بلکه د غير فانى ژوندون د قوت په مطابق١٦وو،

ځکه چه د هغۀ په حق کښے دا ګواهى ورکړے شوے ده چه: «تۀ به د ملک صدق په١٧وټاکلے شو. غرض دا چه اول حکم د کمزورئ اؤ د بے فائدے کيدو په وجه منسوخ١٨طريقه تل تر تله کاهن يئے.»

اميد کيښودو چه د١٩شو، ځکه چه شريعت هيڅ څيز کامل کړے نۀ دے اؤ د هغۀ په ځائے ئے يوه غوره هغۀ په وسيله مونږ خدائے ته نزدے کيدے شو.

اؤ د مسيح مقرر کيدل بغير د قسمه ونۀ شو،ولے چه هغوئ خو بغير د قسمه کاهنان مقرر شوى دى٢٠ خو دئے د قسم سره د خدائے د طرفه مقرر شو چه هغۀ د دۀ په باب کښے ووئيل چه:٢١

لک قسم خوړلے دے اؤ د هغۀ نه به ګرزى نه «ما

چه تۀ تل تر تله کاهن يئے.»

ى د يو غوره وعدے ضامن شو.٢٢ د دے د پاره عيس

د کاهنانو شمير ځکه زيات شو چه هغوئ د مرګ په وجه په خپلے عهدے باندے قائم پاتے کيدے٢٣

Page 10: Pashto bible injil new testament hebrews

ى تل تر تله ژوندے پاتے کيږى،نو ځکه هغه داسے کاهن دے چه د هغۀ په ځائے بل٢٤نۀ شو. خو عيس د دے د پاره چه څوک د دۀ په وسيله خدائے ته راځى هغه هغوئ ته پوره٢٥هيڅوک نۀ مقرر کيږى.

پوره خلاصون ورکولے شى ځکه چه هغه د هغوئ د شفاعت د پاره هميشه ژوندے دے.

ځکه چه دغه شان مشر کاهن زمونږ هم په کار دے چه هغه پاک اؤ بے ريا اؤ بے داغه وى،اؤ له ګناه٢٦اوچت کړے شوے وى. نونو نه آاسما اؤ د هغه مشرانو کاهنانو په شان دے٢٧ګارانو نه جدا کړے اؤ له

امت د ګناهونو د پاره قربانئ اسرائيل د ته محتاجه نۀ وى چه هره ورځ اول د خپلو ګناهونو د پاره اؤ بيا د ځکه چه شريعت٢٨ورکوى ځکه چه دا هغۀ په يو ځل وکړل څۀ وخت چه ئے خپل ځان قربان کړو.

خو کمزورى کسان مشران کاهنان مقرروى،خو کله چه خدائے د شريعت نه وروسته په قسم خوړلو سرهوعده کوى نو هغه زوئے مقرر کوى چه د تل د پاره قائم پاتے کيږى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۸عهن هترے وعدے مشر کا ب ؤ ا وے ن د

اوس چه کومے خبرے مونږ کوو په هغوئ کښے د ټولو نه لويه خبره دا ده چه زمونږ يو داسے مشر١ر مطلق خدائے د تخت ښى لاس ته کښناستو. نونو کښے د قاد آاسما اؤ د٢کاهن دے څوک چه په

انسان. قربانګاه اؤ د هغه حقيقى خيمے خادم دے چه رب ودرولے ده،نۀ چه

اؤ چه هر مشر کاهن د نذارانو اؤ قربانو ورکولو د پاره مقرريږى د دے د پاره ضرورى شوه چه د دۀ سره٣ اؤ که هغه په مزکه وئے نو هيڅ کله به کاهن نۀ وو ځکه چه نور کاهنان٤هم د نذرانے د پاره څۀ وى.

نو بيا هم هغه خدمت چه هغوئ په مزکه کوى،هغه د٥شته چه د شريعت په مطابق نذرانے پيش کوى. ى خيمه جوړوله نو هغۀ ته دا هدايت وشو آاسمانى خدمت نقل اؤ عکس دے. هر کله چه موس هغۀ د

خو٦چه: «ګوره! کومه نمونه چه تا ته په غرۀ شوولے شوى وه د هغے په شان ټول څيزونه جوړوه.» ى د هغوئ نه دومره غوره خدمت وموندلو څومره چه هغه وعده ده چه د چا هغه مينځګړے دے،اؤ عيس

هغه وعده ځکه غوره ده چه هغه په غوره لوظونو قائم کړے شوے دے.

نقصه وے نو د بلے د پاره به موقعه لټولے نۀ شوه. ٧ نو بيا خدائے د هغوئ٨ ځکه چه که اول وعده بے نقص په ګوته کوى اؤ وائى چه:

اسرائيل د کورنئ اؤ د يهوداه د کورنئ سره يوه لک فرمائى چه ګوره،هغه ورځے راځى چه زۀ به د «ما دا به د هغه وعدے په شان نه وى کومه چه ما د هغوئ د پلارونو نيکونو سره هغه٩نوے وعده کوم.

ورځ کړے وه کله چه مے په لاس نيولى،د مصر له ملک نه راويستل،ځکه چه هغوئ زما په وعده ټينګلک فرمائى چه ما د هغوئ پلو څۀ خيال ونۀ کړو. لک فرمائى چه کومه وعده١٠پاتے نۀ شول. اؤ ما بيا ما

اسرائيل د کورنئ سره د هغه ورځو نه پس کوم،هغه دا ده چه زۀ به خپل حکمونه د هغوئ په چه به د امت ذهن کښے واچوم اؤ د هغوئ په زړونو به ئے وليکم،اؤ زۀ به د هغوئ خدائے يم اؤ هغوئ به زما

Page 11: Pashto bible injil new testament hebrews

لک وپيژنه،ځکه چه١١وى. اؤ هيڅوک به خپل وطنى اؤ خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چه تۀ مااؤ د هغوئ ګناهونه١٢ورکوټے اؤ لوئے به ټول ما وپيژنى. ځکه چه زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم

به هيڅ کله نۀ يادوم.»

اؤ هر کله چه هغۀ نوے وعده وکړه نو وړومبے ئے زړه وګڼله،اؤ کوم څيز چه زوړ اؤ شليدلے وى هغه١٣به فنا کيدو کښے وى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۹عادت عب نى سما آا ؤ ا وى ا ي ن د

يعنے يوه٢ عرض دا چه اوله وعده کښے هم د عبادت حکم وو اؤ داسے عبادتګاه چه دنيا وى وه. ١ خيمه جوړه کړے شوے وه چه په وړومبئ کښے ډيوټ اؤ ميز اؤ د نذر ډوډئ وے،اؤ هغۀ ته پاک مقام

په هغے کښے د٤ اؤ د دويمے پړدے نه وروستو هغه خيمه وه کومے ته چه پاک ترينه وائى. ٣وائى. سرو زرو عود مذبح اؤ څلور طرف ته سرۀ زر پرے راڅرخيدلى د وعدے صندوق وو. په دے کښے د من نه ډک يو د سرو زرو مرتبان،اؤ هارون زرغونه شوے امسا،اؤ د کاڼو تختئ چه پرے حکمونه ليکلى شوى

اؤ د وعدے د صندوق د پاسه فرښتے جوړے شوے وے چه د خدائے د جلال نخښے وے،کومو٥وو. چه د فضل په تخت سورے کړے وو چرته چه د ګناهونو کفاره ورکړے شوه. خو دا وخت د دے خبرو

په تفصيل سره د بيانولو موقعه نۀ ده.

هر کله چه دا څيزونه دغه شان جوړ شول نو اولنئ خيمے ته خو به کاهنان هر وخت ورننوزى اؤ د٦ خو دويمے ته صرف مشر کاهن په ټول کال کښے يو ځل ځى،اؤ بغير د وينے نۀ٧عبادت کار به کوى.

امت د ناپوهئ د ګناهونو د پاره پيش کوى. اشاره٨ځى هغه د ځان د پاره اؤ د دغسے روح القدس دا هغه خيمه د٩کوى چه تر څو چه وړومبئ خيمه ولاړه ده نو د پاک ترين مقام لار نۀ ده ښکاره شوے.

موجوده زمانے يو مثال دے اؤ د دے په مطابق داسے نذرونه اؤ قربانئ ورکولے کيږى چه د عبادت د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک اؤ د پاکيدو تر رسمونو١٠کوونکى ضمير پاک نۀ شى جوړولے.

نون دے اؤ تش تر هغه وخته پورے جارى کړے شوے وو تر څو چه خدائے يو پورے وو دا ظاهرى قانوے حکم شروع نۀ کړى.

خو مسيح د ښو څيزونو د پاره د مشر کاهن په طور راغے چه اوس موجود دے. په کومه خيمه کښے١١انسان هغه خيمه نۀ ده جوړه کړے اؤ نۀ هغه د دے چه هغه خدمت کوى،هغه ډيره لويه اؤ کامله ده.

اؤ د چيلو اؤ سخو په وينه وړلو سره نه،بلکه خپله وينه ئے واخسته اؤ په هغه پاک ترين مقام١٢دنيا ده. ځکه چه هر کله چه د چيلو اؤ غوايانو١٣کښے يو ځل داخل شو اؤ په دے ئے د تل خلاصون وکړو.

ايره په ناپاکو د نوستو سره ظاهره پاکى حاصليږى، نو بيا ولے د مسيح وينه له دے نه١٤وينه اؤ د سخو زيات څۀ ونۀ کړى! هغۀ د هغه روح په وسيله چه له ازل نه دے د خپل ځان د يو بے عيبه قربانئ په طور د خدائے په مخکښے پيش کړو اؤ د هغۀ وينه به زمونږ زړونه د داسے کارونو نه پاک کړى چه د هغوئ

Page 12: Pashto bible injil new testament hebrews

انجام مرګ دے،چه مونږ د ژوندى خدائے عبادت وکړو.

په دے وجه مسيح د نوى وعدے مينځګړے دے. کومو خلقو چه د وړومبئ وعدے په وخت قصور١٥اراده وه چه په هغه نوے وعده کښے وکړو هغۀ هغوئ له د خپل مرګ په وسيله خلاصون ورکړو. د هغۀ

شاميليدونکى،يعنے د خدائے رابللى شوى خلق،د خدائے د لوظ په مطابق د تل ميراث حاصل کړى.

اؤ وصيت١٧ ځکه چه چرته چه وصيت دے هلته د وصيت کوونکى مرګ هم ثابتول ضرورى دى، ١٦ له مرګ نه پس جارى کيږى اؤ تر څو چه وصيت کوونکے ژوندے وى تر هغے وصيت نۀ جارى کيږى.

امت ته د شريعت هر١٩ د دے د پاره اوله وعده هم بغير د وينے نه نۀ وه شوے. ١٨ ى ټول کله چه موس يو حکم واؤرولو نو د سخو اؤ چيلو وينه ئے واخسته،د اوبو اؤ سرے وړئ اؤ د زوفا سره ئے په هغه کتاب

امت ونوستله، اؤ وئے وئيل چه: «دا د هغے وعدے وينه ده د کوم حکم چه خدائے تاسو ته٢٠اؤ په ټول اؤ د عبادت په ټولو څيزونو وينه ونوستله. ٢١درکړے دے.» اؤ تقريبا ټول٢٢ اؤ دغه شان هغۀ په خيمه

څيزونه د شريعت په مطابق په وينه پاکولے شى،اؤ بغير د وينے له تويولو نه معافى نۀ کيږى.

ږى رے کي ل ه ا ن ګ ه ئ سر ن ا ب ر ق د ح د مسيلونه خو د قربانئ په وسيله پاک کړے شى،خو په خپله٢٣ آاسمانى څيزونو نق نو بيا ضرورى وه چه د

ځکه چه مسيح هغه په لاس جوړ٢٤آاسمانى څيزونه د دے نه د غوره قربانو په وسيله پاک کړے شى. آاسمان کښے داخل شو شوى پاک مقام کښے نۀ وو داخل شوے چه د حقيقى مقام نمونه ده،بلکه په

لکه څنګه چه مشر کاهن پاک ترين مقام٢٥چه اوس د خدائے په مخکښے زمونږ د خاطره حاضر وى. نو بيا د دنيا له پيدايښت٢٦ته هر کال د بل چا وينه وړى،هغه شان مسيح خپل ځان بيا بيا نۀ قربانوى.

آاخر کښے يو ځل ظاهر شو چه د نه به هغۀ ته بيا بيا خامخا مصيبت زغمل په کار وو،خو اوس د زمانو په آادم د پاره يو ځل مړ کيدل،اؤ پس٢٧خپل ځان په قربان کولو ګناه لرے کړى. اؤ لکه چه څنګه د بنى

هم هغه شان مسيح يو ځل د ډيرو خلقو د ګناه وړلو د پاره قربان٢٨له هغے عدالت کيدل مقرر دى، شوے دے. نو دويم ځل چه به هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانئ د پاره نه،بلکه د هغوئ د خلاصون د

انتظار کوى. پاره چه د هغۀ

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۱۰ع ځکه چه شريعت چه په کښے د راتلونکو ښو څيزونو عکس دے اؤ د هغه څيزونو اصلى شکل نۀ١

قسم قربانو په وجه کومے چه کال په کال بے ناغے پيش کولے شى،خدائے ته نزدے دے،د هغه يو نو د هغوئ پيش کول به ختم شوى نۀ وو څۀ؟ که٢راتلونکى خلق هيڅ کله هم کامل کولے نۀ شى.

بلکه هغه٣عبادت کوونکى يو وار پاک شوى وے نو بيا به د هغوئ زړۀ هغوئ نۀ ګناه ګار کولے. ځکه چه دا ممکنه نۀ ده چه د غوايو اؤ چيلو وينه ګناهونه لرے٤قربانئ کال په کال ګناهونه ريادوى.

کړى.

Page 13: Pashto bible injil new testament hebrews

ځکه خو مسيح دنيا ته د راتلو په وخت وائى چه:٥

«تا قربانى اؤ نذر خوښ نۀ کړو

بلکه زما د پاره دے يو بدن تيار کړو.

په پوره سوزيدونکو قربانو٦

اؤ د ګناه په قربانو خو خوشحاله نۀ شوے.

هغه وخت ما ووئيل چه ګوره!٧

زۀ راغلے يم،لکه چه د کتاب په پاڼو کښے

زما په باب کښے ليکلى دى چه

ائے خدايه! زۀ راغلے يم چه ستا مرضى پوره کړم.»

اول خو هغه وائى چه:”نۀ خو تا قربانى اؤ نذرونه اؤ پوره سوزيدونکے قربانئ اؤ د ګناه قربانئ خوښے٨ اؤ بيا٩کړے اؤ نۀ د هغے نه خوشحاله شوے“ اګر که هغه قربانى د شريعت په مطابق پيش کولے شى.

دا وائى چه: ”ګوره،زۀ راغلے يم چه ستا مرضى پوره کړم.“ غرض دا چه هغه اولنئ قربانئ ځکه منسوخى مسيح د بدن د١٠کوى چه د مسيح قربانى هغه ځائے ونيسى. د خدائے د مرضئ په سبب مونږ د عيس

يو ځل قربانيدو په وجه کومه چه د هميشه د پاره وه،پاک کړى شوى يو.

اؤ هر يو کاهن خو هره ورځ په ولاړه عبادت کوى اؤ بيا بيا يو قسم قربانى پيش کوى کومے چه هيڅ١١ خو مسيح د هميشه د پاره د ګناهونو د لرے کولو د پاره په يوے١٢کله ګناهونه لرے کولے نۀ شى.

اؤ له هغه وخت نه په دے انتظار دے چه د هغۀ١٣قربانئ پيش کولو د خدائے ښى لاس ته کښيناستو. ځکه چه هغه په يوے قربانئ پيش کولو هغوئ هميشه د١٤دښمنان د هغۀ د پښو د لاندے کړے شى. پاره کامل کړى دى کوم چه پاک شوى دى.

اؤ روح القدس هم مونږ ته دغه ګواهى راکوى چه:١٥

لک فرمائى چه کومه وعده١٦ .«ما

چه زۀ به د هغوئ سره د هغو ورځو نه پس کوم،

هغه دا ده چه زۀ به خپل حکمونه د هغوئ زړونو ته واچوم

اؤ د هغوئ په ذهن کښے به ئے وليکم.»

Page 14: Pashto bible injil new testament hebrews

اؤ بيا هغه دا وائى چه:

«د هغوئ ګناهونه اؤ نافرمانئ به بيا کله هم يادے نۀ کړم.»١٧

نشته.١٨ اؤ چه د هغوئ معافى شوے ده نو بيا د ګناهونو قربانئ پيش کولو حاجت

ردارے ؤ خب ا نصيحت ى د وينے په سبب پاک ترين مقام ته په داخليدو زړۀ ور يو، ١٩ په٢٠ نو اوس ائے وروڼو! چه مونږ د عيس

هغه نوے اؤ ژوندئ لار چه هغۀ زمونږ د پاره د پړدے له مينځ نه خلاصه کړے ده،يعنے د خپل بدن په نو راځئ چه٢٢ اؤ چه زمونږ دغه شان لوئے کاهن دے چه د خدائے د کور مختيار دے، ٢١وسيله،

خدائے ته ورشو اؤ په داسے حالت کښے چه زمونږ زړونه رښتينى وى،زمونږ ايمان د مضبوط وى،زمونږنونه د په صفا اوبو سره ونيځلى وى. احساس نه پاک وى،اؤ زمونږ بد په دے حالت٢٣ضمير د د ګناه د

اميد به ټينګ ونيسو ځکه چه خدائے په خپل لوظ پوره کولو اقرار کوو هغه اميد چه مونږ کښے چه د کوم اؤ مونږ د يو بل خيال وساتو اؤ يو بل ته د مينے اؤ نيکو کارونو د کولو ترغيب٢٤کښے وفادار دے.

اؤ د يو بل سره د عبادت د پاره جمع کيدو نه منع نه شو لکه څنګه چه د ځنو خلقو دستور٢٥ورکوو. دے،بلکه يو بل ته نصيحت وکړو،اؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات

کوئ.

نشته. ٢٦ ٢٧ که مونږ د حق د پيژندګلو نه پس له قصده ګناهونه کوو نو د ګناهونو د پاره څۀ بله قربانى

انتظار اؤ غضبناک اور پاتے دے کوم به چه د خدائے مخالفان وسيزى. ٢٨خو د عدالت يو ويروونکے

ى شريعت نۀ منونکى د دوؤ يا دريو سړو په ګواهئ بے له څۀ رحم نه مړۀ کولے شى، نو٢٩کله چه موس خيال وکړئ چه هغه څوک به د څومره زياتے سزا لائق وګرزى چه د خدائے زوے ئے رد کړلو،اؤ د

ځکه٣٠وعدے وينه چه هغه پرے پاک شوے وو هغه ئے ناپاکه وګڼله،اؤ د فضل روح ئے بے عزته کړو. آاخلم» اؤ بيا دا چه چه مونږ هغه پيژنو چا چه فرمائيلى دى چه: «بدل اخستل زما کار دے،بدل به زۀ

امت عدالت کوى.» لک به د خپل د ژوندى خدائے په لاسونو کښے ورتلل هيبتناکه خبره ده !٣١«ما

نور وځليدو،اؤ تاسو څومره مصيبتونه٣٢ خو اول هغه اولنئ ورځے رايادے کړئ چه په تاسو د خدائے کله کله د سپکاوؤ اؤ د مصيبتونو په وجه تاسو تماشه شوئ،د چا سره٣٣وزغمل اؤ مضبوط پاتے شوئ.

اؤ چه تاسو٣٤چه بد سلوکى کيده،کله کله تاسو د هغوئ په بد سلوکئ کښے ورسره شريک هم شوئ، د قيديانو سره همدردى هم وکړه،اؤ د خپل مال لوټ کيدل مو هم په خوشحالئ سره منظور کړل،په دے

نو بيا خپله زړۀ ورتيا مه پريږدئ ځکه چه د هغے٣٥پوهه وئ چه تاسو سره يو غوره اؤ د تل ميراث دے. ځکه خو تاسو ته صبر کول ضرورى دى چه د خدائے مرضى پوره کړئ اؤ لوظ کړى٣٦ډير اجر دے.

اؤ اوس ډير لږ وخت پاتے دے چه:٣٧شوى څيزونه حاصل کړئ.

لونکے به راشى اؤ ايساريږى نه. «رات

Page 15: Pashto bible injil new testament hebrews

اؤ زما صادق به په ايمان پائى،٣٨

اؤ که چرے هغه وګرزى

نو زما زړۀ به له هغۀ نه خوشحاله نۀ وى.»

نونه بچ کړو.٣٩ خو مونږ به راونۀ ګرزو چه هلاک شو،بلکه ايمان لرونکى يو چه ځا

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۱۱عمان ي ا

اميد لرو،اؤ د ناليدلو څيزونو ثبوت دے. ١ ٢ پس ايمان دا دے چه په هغه څيزونو باور وکړو چه پرے

ځکه زمونږ مشران د ايمان په وسيله د خدائے په حضور کښے مقبول وګرزولے شول.

لومه ده چه عالمونه د خدائے په کلام جوړ شوى دى،داسے نۀ ده چه٣ مونږ ته د ايمان په وسيله دا معڅۀ چه په نظر راځى هغه د ظاهرى څيزونو نه جوړ شوى دى.

د ايمان په وسيله د خدائے د پاره هابيل اؤ قائن نه غوره قربانى پيش کړه،اؤ هم په هغه ايمان د هغۀ٤ صداقت ګواهى ورکړے شوه ځکه چه خدائے د هغۀ د قربانو په باب کښے ګواهى ورکړه. اګر که هابيل

مړ شوے دے خو د ايمان په وسيله هم تر اوسه ګواهى کوى.

آاسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو٥ د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه اوچت کړے وو،اؤ د هغۀ د پورته کيدو نه مخکښے د هغۀ په باب کښے دا ځکه چه خدائے هغه پورته

اؤ بغير د ايمان نه د خدائے خوشحالول٦ګواهى ورکړے شوه چه هغه د خدائے خوښ شوے وو. اؤ ناممکن دى،ځکه چه خدائے ته راتلونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجود دے

څوک ئے چه لټوى،هغوئ ته اجر ورکوى.

نوح د هغه څيزونو په باب کښے چه تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل،هدايت وموندو اؤ د٧ د ايمان په وسيله خدائے د ويرے ئے د خپلے کورنئ د بچ کولو د پاره کشتئ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په سبب ټوله

دنيا مجرمه کړه اؤ د هغه صداقت وارث شو چه د ايمان په سبب وو.

د ايمان په سبب هر کله چه ابراهيم وبللے شو اؤ حکم ئے ومنلو نو هغه ځائے ته لاړو کوم چه ئے په٨آاخستونکے وو،اؤ سره د دے چه دا ورته معلومه نۀ وه چه چرته روان دے خو بيا هم له خپل وطن ميراث

اؤ د ايمان په سبب په هغه وطن کښے د مسافرانو په شان ديره شو د کوم چه ورسره لوظ٩نه روان شو. اسحاق اؤ يعقوب سره کوم چه ورسره په هغه لوظ کښے وارثان وو،په خيمو کښے ديره شوے وو،اؤ د

ابراهيم د هغه مضبوط ښار اميد لرلو چه هغه ووينى،چه سازوونکے اؤ جوړوونکے ئے١٠شو. ځکه چه خدائے دے.

Page 16: Pashto bible injil new testament hebrews

هم د ايمان په سبب ساره په بوډئ والى کښے د ماشوم راوړلو طاقت بيا موندو ځکه چه ساره لوظ١١آاسمان د ستورو هومره زيات اؤ د١٢کوونکے رښتينے وګڼلو. نو بيا د يو سړى نه چه د مړى په شان وو،د

سمندر د غاړے د شګو هومره بے شماره اؤلاد پيدا شو.

دا ټول د ايمان په حالت کښے مړۀ شول اؤ هغه د لوظ په مطابق څيزونه ئے لا نۀ وو موندلى،خو د١٣اقرار ئے وکړو چه مونږ په مزکه بے وطنه اؤ مسافر يو. څوک١٤لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اؤ

اؤ چه له کوم ملک١٥چه داسے خبرے کوى،هغوئ ښکاره کوى چه د خپل وطن په لټون کښے دى. خو په حقيقت١٦نه هغوئ راوتلى وو،که د هغۀ خيال ئے کولے نو هغوئ ته د واپس تللو موقعه وه.

آاسمانى ملک طمعه دار وو،اؤ خدائے د هغوئ نه نۀ شرميږى چه هغوئ کښے هغوئ د يو غوره،يعنے د خدائے وبللے شى،ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو.

اسحاق قربان کوو،اؤ چا چه لوظونه رښتيا منلى وو١٧ آازميښت په وخت ابراهيم د هم د ايمان په سبب د چا په باب کښے چه دا وئيلے شوى وو چه: «له١٨هغۀ هغه يکى يو زوئے قربانئ ته وړاندے کړو،

اسحاق له مړو نه بيا د١٩اسحاق نه به ستا نسل وشى.» ابراهيم دا باور وو چه خدائے ځکه چه د اسحاق له مړو نه بيا ژوندے وموندلو. ابراهيم ژوندى کولو قدرت لرى،نو داسے

اسحاق د راتلونکو خبرو په باب کښے ذکر کولو اؤ يعقوب اؤ عيساؤ دواړو له٢٠ هم د ايمان په سبب برکت ورکړو.

هم د ايمان په سبب يعقوب د مرګ په وخت د يوسف واړو زامنو له برکت ورکړو اؤ د خپلے امسا په٢١سر د تکيه کولو سره ئے سجده وکړه.

اسرائيلو له مصر نه د وتلو ذکر ئے٢٢ هم د ايمان په سبب کله چه د يوسف مرګ نزدے شو نو د بنى وکړو اؤ د خپلو هډوکو په باب کښے ئے حکم ورکړو.

ى مور پلار د هغۀ د پيدايښت نه پس تر دريو مياشتو پورے هغه پټ وساتلو٢٣ هم د ايمان په سبب د موسځکه چه هغوئ وليدل چه هلک ښکلے وو اؤ هغوئ د بادشاه له حکم نه ونۀ ويريدل.

انکار وکړو. ٢٤ لور د زوى بللو نه ئے ى لوئے شو نو د فرعون د ځکه چه٢٥ د ايمان په سبب چه موسلوک زغمل امت سره د بدس آاخستو په نسبت د خدائے د هغۀ د ګناه د ژوندون د يو څو ورځو د خوند

اؤ هغۀ د مسيح د خاطره بدرد زغمل د مصر نه خزانو نه لوئے دولت وګڼلو ځکه٢٦زيات خوښ کړل. چه د هغۀ نظر په جزا موندلو وو.

ى د بادشاه د قهر نه ويره ونۀ کړه بلکه مصر ئے پريښودو،داسے لکه چه هغۀ٢٧ هم د ايمان په سبب موس هم د ايمان په سبب هغۀ په فسح کولو اؤ وينے نوستلو عمل٢٨ناليدلے خدائے وليدلو اؤ قائم پاتے شو.

وکړو د دے د پاره چه د وړومبو پيدا شوى زامنو ته د مرګ فرښته لاس ورنۀ وړى.

Page 17: Pashto bible injil new testament hebrews

اسرائيل په بحر قلزم داسے پورے وتل لکه چه په وچه مزکه،خو کله چه٢٩ اؤ د ايمان په سبب بنى مصريانو د پورے وتو کوشش وکړو نو غرق شول.

اسرائيلو تر اوو ورځو پورے ګير چاپيره تاويدلوسره٣٠ لونه د بنى هم د ايمان په سبب د يريحو ښار ديوااسرائيلى٣١راونړيدل. هم د ايمان په سبب راحاب کنجرئ د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چه هغے

جاسوسان په خير قبول کړل.

نشته چه د جدعون،برق،شمسون،جفتاه،داؤد،سموئيل اؤ نورو٣٢ نو اوس نور څۀ ووايم؟ دومره فرصت هغوئ هم د ايمان په سبب بادشاهئ لاندے کړے،د صداقت کارونه ئے وکړل٣٣نبيانو حال بيان کړم.

د اور تاؤ نه ئے بچ کړو،د٣٤څۀ چه خدائے لوظ کړى وو وئے موندل،د زمرو خلے ئے بندے کړلے، تورے له مخ نه بچ شول،په کمزورتيا کښے زړۀ ور شول،په جنګ کښے بهادران شول،د غيرو فوځونه ئے

ښځو خپل سړى بيا ژوندى وموندل.٣٥وتښتول.

ځنو په ځان عذاب تير کړو،خو رهائى ئے منظوره نۀ کړه،د پاره د دے چه هغوئ ته غوره قيامت حاصل په ځنو پورے ئے ټوقے وکړلے،په کروړو ئے ووهل،په زنځيرونو ئے وتړل اؤ په قيدونو ئے و٣٦شى.

آاغوستے٣٧آازمئيل، آاره وڅيرلے شول،په تورو ئے مړۀ کړل،د ګډو بيزو څرمنے ئے سنګسار ئے کړل په دنيا د هغوئ٣٨وے،په محتاجئ،په مصيبت،د بدسلوکئ په حالت کښے سر وهلى بروهلى ګرزيدل.

لائقه نۀ وه،هغوئ په دشتونو،غرونو اؤ د مزکے په کندو کښے تار په تار وګرزيدل.

اؤ سره د دے چه د دوئ ټولو په حق کښے د ايمان په سبب ښۀ ګواهى ورکړے شوه،بيا هم هغوئ٣٩ ځکه چه خدائے د اول نه زمونږ د پاره څۀ غوره٤٠ته هغه څيز ورنۀ کړے شو د کوم چه لوظ شوے وو،

څيز خوښ کړے وو چه هغوئ بغير زمونږ نه کامل نۀ کړے شى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۱۲عيت ب ر ت

نو بيا چه د ګواهانو دومره لويه وريځ زمونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مونږ هم هر يو پيټے اؤ هغه ګناه١آاسانئ سره نښلوى د ځان نه لرے کړو،اؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږو چه مونږ ته چه مونږ په

ى ته وګورو چه د هغے خوشحالئ په ځائے چه د هغۀ٢وړاندے ده. اؤ د ايمان بانى اؤ کاملوونکى عيس د نظر د وړاندے وه،د شرمندګئ پرواه ئے ونۀ کړه خو د سولئ تکليف ئے وزغملو اؤ د خدائے د تخت

په ښى لاس کښيناستو.

٤ نو بيا په هغه چا غور وکړئ چا چه د ګناه ګارانو دومره مخالفت وزغملو،چه تاسو همت بائے نۀ لئ. ٣

٥اؤ تاسو د ګناه سره په جنګ کښے تر اوسه داسے مقابله نۀ ده کړے چه په کښے مرګونه شوى وى.

خو تاسو هغه نصيحت هير کړو کوم چه تاسو ته د فرزندانو په شان په دے ټکو کولے شى:

Page 18: Pashto bible injil new testament hebrews

لک تنبيه سپکه مه ګڼه، «زما زويه! د ما

چه هر کله چه هغه تا ملامتوى،نو بے زړۀ کيږه مه.

لک مينه لرى نو هغۀ ته تنبيه هم کوى٦ ځکه چه چا سره ما

لک چه هر يو زوئے جوړ کړى هغۀ له سزا هم ورکوى.» اؤ ما

لوک کوى. هغه کوم يو زوئے دے چه پلار ئے تنبيه٧ تاسو تنبيه وزغمئ،خدائے درسره د زامنو په شان س اؤ که تاسو ته هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کومه کښے چه ټول شريک دى نو تاسو حراميان٨نۀ کوى؟

د دے نه علاوه هر کله چه زمونږ جسمانى پلارونو مونږ له تنبيه راکوله اؤ مونږ د٩شوئ،نۀ چه زامن. آايا مونږ د خپل روحانى پلار د دے نه زياته تابعدارى ونۀ کړو چه مونږ ژوندى پاتے هغوئ عزت کولو،نو

هغوئ خو د لږو ورځو د پاره د خپلے پوهے په مطابق مونږ له تنبيه کوله،خدائے خو زمونږ د١٠شو؟ اؤ خبره خو دا ده چه هر١١فائدے د پاره داسے کوى چه مونږ هم د هغۀ په پاکيزګئ کښے شامل شو.

قسم تنبيه د خوشحالئ نه،بلکه د غم باعث معلوميږى،خو چه څوک د هغے په زغملو پاخۀ شوى وى نوهغوئ ته وروستو په قلاره د صداقت ميوه بخښى.

اؤ د خپلو پښو د پاره نيغے لارے جوړے کړئ١٣ نو بيا مړۀ لاسونه اؤ سست زنګنونه درست کړئ. ١٢چه ګوډ بے کاره نۀ شى بلکه شفا بيا مومئ.

ردارے لاف خب خ ه پ و ل د کو ر د د فضل ے ئ دا خ د لک١٤ د تولو سره د صلح کوشش کوئ اؤ د هغے پاکيزګئ طلبګار اوسئ چه بغير د دے نه به څوک ما

ګورئ! ښۀ پام کوئ چه څوک د خدائے د فضل نه پاتے نۀ شى،هسے نۀ چه چرته١٥ليدے نۀ شى. اؤ نۀ د په تاسو١٦ترخه زيله راوټو کيږى اؤ ستاسو د پاره عذاب شى اؤ د هغے په سبب خلق پليت شى.

کښے څوک حرامکار يا عيساؤ په شان بے دينه وى چه د يو وخت د ډوډئ په بدل ئے د خپلے مشرئ ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه څۀ وخت چه هغۀ بيا د برکت وارث کيدل١٧حق خرڅ کړو.

غوښتل نو هغه منظور نۀ شو،اؤ د نيت د بدلولو موقعه په لاس ورنۀ راغله سره د دے چه هغۀ په وير ژړا پههغے پسے ډير لټون وکړو.

اسرائيلو هغے ته لاس١٨ خبره داسے ده چه تاسو د سينا غرۀ غوندے ځائے ته نۀ يئ راغلى چه بنى آاواز اؤ د کلام کوونکى١٩وروړے شو چه هغه په اور سوزيدو،نه تيارے،تور تم اؤ طوفان ته. اؤ د بګل

آاواز واؤريدو نو منت ئے وکړو چه مونږ سره د نور کلام ونۀ کړے شى. ٢٠آاواز راتلو اؤ چه خلقو هغه

ځکه چه هغوئ دا حکم ونۀ زغملے شو: «که څۀ ځناور د غر ته وبلوسى نو هغه دے په کاڼو مړۀ کړےى ووے چه: «زۀ ډير ويريږم اؤ رپيږم.»٢١شى.» هغه ننداره په رښتيا داسے هيبتناکه وه چه موس

آاسمان بيت المقدس اؤ لکونو فرښتو ته٢٢ خو تاسو د صيون غر ته اؤ د ژوندى خدائے ښار ته،يعنے د آاسمان٢٣راغلى يئ. نومونه ئے په اؤ تاسو د خدائے اول پيدا شوو مجلس،يعنے جماعت ته راغلى يئ چه

Page 19: Pashto bible injil new testament hebrews

کښے ليکلى شوى دى،تاسو خدائے ته راغلى يئ چه د ټولو منصف دے،تاسو د صادقانو روحونو تهاؤ د هغۀ نوستلے شوے٢٤راغلى يئ،يعنے هغه چه کامل شوى دى، ى اؤ تاسو د نوى وعده تړونکى عيس

د شهادت وينے ته راغلى يئ،اؤ د هغۀ قربانى د هابيل د قربانئ نه ډيره فائده ورکوى.

نو پس خبردار شئ چه له هغۀ نه انکار ونۀ کړئ چه تاسو ته کلام کوى. هغه خلقو ته چه د خدائے٢٥آاؤرولے کيږى آاسمان نه آاؤرولے شو،چه هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول. نو هغه پيغام چه له کلام په مزکه

آاواز خو هغه وخت مزکه ولړزوله خو اوس ئے دا٢٦که له هغۀ نه مخ اړوو نو څنګه به بچ شو؟ د خدائے آاسمان هم ولړزوم.» د هغۀ ”وئيل يو ځل٢٧لوظ کړے دے چه «يو ځل به بيا زۀ يواځے مزکه نه،بلکه

بيا“ دا خبره څرګندوى چه پيدا شوى څيزونه چه لړزولى شى،به تير شى چه ناخوځيدونکى څيزونه پاتےشى.

نو بيا چه مونږ د هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه د مونږ د هغۀ٢٨ فضل ونيسو،نو مونږ د د خدائے په ويرے اؤ زړۀ سواندے سره د خدائے عبادت وکړو ځکه چه دا هغه

نو ياد لرئ چه زمونږ خدائے يو سوزوونکے اور هم دے.٢٩خوښوى.

اب ب و ن ا ي ن ا ر ب ۱۳عو خدمت ل و ل د خوشحا ے ئ دا خ د

د ميلمستيا کولو نه غافله کيږئ مۀ،ځکه چه د دے په وجه٢ د وروڼو په شان د يو بل سره مينه کوئ. ١ قيديان هم داسے يادوئ لکه چه تاسو٣ځنو خلقو د فرښتو ميلمستيا هم کړے ده خو پوهه شوى نۀ دى.

ورسره په قيد کښے يئ،اؤ چه د چا سره بد سلوکى کيږى،هغوئ هم ياد لرئ ځکه چه تاسو هم وجودلرئ.اؤ تاسو سره هم داسے بد سلوکى کيدے شى.

وادۀ د په تاسو ټولو کښے د عزت خبره وګڼلے شى،ښځه اؤ خاوند د د يو بل سره وفادار پاتے شى٤ځکه چه خدائے په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.

د زرو د مينے نه ځان ساتئ اؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ،ځکه چه خدائے په خپله فرمائيلى٥دى چه:

«زۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه،

اؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.»

نو ځکه مونږ ډير په زړۀ ورتيا سره دا وايو چه:٦

لک زما مددګار دے،زۀ به ويره نۀ کوم، «ما

Page 20: Pashto bible injil new testament hebrews

انسام به مے څۀ وکړى؟»

څوک چه ستاسو مشران وو اؤ چا چه تاسو ته د خدائے کلام واؤروو،هغوئ ياد ساتئ اؤ د هغوئ د٧ى مسيح پرون،نن اؤ تل تر تله٨ژوند په انجام غور وکړئ اؤ داسے ايمان ولرئ لکه چه هغوئ لرلو. عيس

د مخلتف اؤ عجيبه تعليم نه بے لارے کيږئ مه،ځکه چه دا ښۀ ده چه زړۀ په فضل٩په يو شان دے. استعمالوونکو چه هيڅ فائده نۀ وه موندلے. مضبوط شى،نۀ چه په هغه خوراکونو د کومو

نشته. ١٠ اختيار ١١ زمونږ قربانګاه يو داسے ځائے دے د کوم نه چه د خيمے کاهنانو له د خوراک هيڅ

ځکه چه د کومو ځناورو وينه چه مشر کاهن يا پاکترين مقام ته د ګناه د کفارے د پاره وړى،د هغوئامت د١٢وجودونه د خيمه ګاه نه بهر سوزولے کيږى. ى هم د خپلے وينے په وجه د ځکه خو عيس

نو راځئ چه د هغۀ په سپکاوى کښے شريک١٣پاکولو د پاره د ښار د دروازے نه بهر تکليف وزغملو. نشته بلکه١٤شو اؤ خيمه ګاه نه بهر هغۀ له لاړ شو. ځکه چه دلته زمونږ يو ښار هم قائم پاتے کيدونکے

لونکى ښار په لټون يو. اؤ مونږ د د مسيح په وسيله هميشه د خدائے په ثنا کولو د شکر١٥مونږ د راتاقرار کوو نو دا د خدائے د پاره نوم ګزارئ قربانى پيش کړو،ځکه کله چه مونږ په خپلے ژبے سره د هغۀ د

نيکى اؤ سخاوت مه هيروئ ځکه چه خدائے په داسے قربانو خوشحاليږى.١٦يوه نذرانه ده.

د خپلو مشرانو خبره منئ اؤ د حکم تابعدارى ئے کوئ ځکه چه هغوئ ستاسو د روحونو د فائدے د١٧ خاطره د هغوئ په شان بيدار اوسى چا ته چه به حساب ورکول وى،د پاره د دے چه هغوئ په

خوشحالئ دا کار وکړى نۀ چه په خفګان،ځکه چه په داسے حال کښے به ستاسو د پاره هيڅ فائده نۀوى.

زمونږ د پاره دعا کوئ ځکه چه زمونږ يقين دے چه زمونږ ضمير پاک دے اؤ مونږ په هر څۀ کښے په١٨ زۀ دا نصيحت تاسو ته ځکه کوم چه تاسو دعا وکړئ چه زۀ تاسو ته زر بيا١٩نيکئ ژوند تيرول غواړو.

درشم.

م ا آاخرى سل ؤ ا رکت بى چه د ګډو لوئے شپونکے دے چه هغۀ د خپلے وينے په وسيله د تل وعده تړلے ده،هم٢٠ لک عيس ما

اوس هم هغه خدائے تاسو په٢١هغه خدائے چه د سلامتئ سرچينه دے،له مړو نه بيا ژوندے پورته کړو. ى مسيح په وسيله هره خبره کښے تيار کړه چه د هغۀ مرضى پوره کړئ،اؤ هر څۀ چه هغه خوښوى د عيس

آامين. هم هغه په مونږ کښے پيدا کړى. د هغۀ حمد و ثنا د تل تر تله وى.

ائے وروڼو! زۀ تاسو ته زارى کوم چه د دے کلام د نصيحت زغم ولرئ ځکه چه ما تاسو ته په لنډو٢٢آازاد شو. که هغه زر راغے نو زۀ به د هغۀ سره تاسو٢٣وليکل. زۀ تاسو ته وايم چه زمونږ ورور تيموتيوس

ته ملاقات له درشم.

ايمانداران وروڼه درته سلام کوى.٢٤ اټلى خپلو ټولو مشرانو اؤ ټولو پاکانو ته سلام ووايئ. د

Page 21: Pashto bible injil new testament hebrews

آامين.٢٥ اؤ په تاسو ټولو د فضل وى،

This book from the Pashto Bible was downloaded from www.pashtozeray.org. Copyright Pashto Zeray, All Rights Reserved